پاکستانی لیکوال: د طالبانو ظلم له دوام سره افغانستان د کورنۍ جګړې په لور ځي

لخوا Aamaj News

د پاکستان نوموتي لیکوال دکتور مونس احمر د یاد هېواد اکسپرس تریبیون ورځپاڼې ته په یو مطلب کې لیکلي چې طالبانو له پخوانیو ماتو د عبرت درس نه دی اخیستی او د افغانستان پر خلکو د طالبانو د ظلم دوام، دا هېواد د یوې بلې کورنۍ جګړې په لور بیایي.

احمر پر افغانستان د طالبان وروستۍ یو کال واکمنۍ په ارزونې او پر ښځو پراخو بندیزونو، د خلکو لومړیو حقونو سلب کولو، توکمیزو ډلو ته نه پاملرنه، د وګړو خراب مالي وضعیت، او د طالبانو لخوا کابل کې د القاعده رهبر په ګډون د تروریستي ډول رهبرانو ته پناه ورکولو ته په اشارې سره زیاته کړې چې دا هېواد د تاوترخوالي او کورنۍ جګړې یوې بلې مرحلې ته روان دی.

یاد لیکوال په دې مطلب کې طالبان د خلکو په وړاندې په بې پروایی تورن کړي او ویلي یې دي «سیاسي کثرت ګرایی، اساسي قانون او یا د ټولو افغانانو برابرۍ باندې باور نه لري او د خلکو په وړاندې د مسوولیت احساس هم نه کړي.»

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو یو کال واکمنۍ په تېرېدو سره او د نړۍ لخوا د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د دوی هڅو سره، طالبان غواړي چې افغانستان د معاصرې نړۍ له حقیقتونو لرې د منځنیو پېړیو د دولت په څېر اداره کړي.

یاد مطلب کې تېر شل کالونو کې له نصبي آزادۍ د ځوانانو ته تجربو ته په اشارې سره زیاته شوې، چې د طالبانو رژیم سره د افغانانو صبر او زغم پای ته رسېدلي او د زده کړو، د ښځو د کار، لوبو او نورو برخو کې د پراخو بندیزونو منلو ته تمایل نه لري.

یاد پاکستاني لیکوال ټینګار کړی چې که د افغانستان خلک د تاوترخوالي کمولو، وسلوالو نښتو، فساد او بې نظمۍ کمولو لپاره د طالبانو رژیم په وړاندې قیام وکړي، کولی شو د دې هېواد روښانه راتلوني ته هیله مند ووسو.

احمر څرګنده کړې «دا چې طالبانو پر افغانستان د واکمنۍ یو بل فرصت ترلاسه کړی کولی یې شول د پخوانیو او اوسني رژیم ترمنځ توپیر رامنځته کړي.»

احمر زیاته کړې «طالبانو کولی شوی د شته شرایطو په وړاندې یوه معتدله، آسانه او تر نورو ډېره منلو تګ لاره غوره کړي او د دوحې هوکړه لیک اصلي اصولو لکه د ښځو او بشر حقونو ته درناوي او د بهرنیو ترورېستي ډلو ته د پناه‌گاه نه برابرولو باندې ودرېږي.»

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې طالبان د افغانستان خلکو بنسټیزو حقونو باندې هم باور نه لري او له همدې امله هېڅ هېواد یې هم رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ