پاکستان د امریکا لخوا د افغانستان کنګل شویو پیسو د آزادولو غوښتونکی شو

لخوا Aamaj News

اسلام آباد یو ځل بیا په ټینګار سره د امریکا متحده ایالاتو لخوا د افغانستان اووه میلیارده ډالره شتمنۍ د آزادولو غوښتونکی شو.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار یوه خبري ناسته کې وویل «امریکا باید ژر تر ژره د افغانستان اووه میلیارده ډالر شتمني آزاده کړي او په مشروط ډول طالبانو ته اجازه ورکړي تر څو دې بودیجې څخه له جګړې ویجاړ شوي هېواد کې له انساني او اقتصادي ناورین سره مقابله لپاره ګټه واخلي.»

افتخار همداشان ټینګار کړی چې پکاستان د دې غوښتونکی دی چې دا آزادول نه باید له هېڅ ډول بندیز پرته وي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو لخوا د القاعده رهبر ایمن الظواهري ته پناه ورکولو او کابل کې د نوموړي وژل کېدو ته په اشارې سره زیاته کړې چې دا موضوع تروریستي ډلو ته د مالي سرچینو د انحراف په هلکه ژورې اندېښنې لا تقویت کوي، خو دا موصوع نه باید د پیسو آزادول وځنډوي.

د امریکا دولت تېره کال په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان اړوند ۷میلیارده ډالر شتمني یې خپل هېواد کې بنده کړه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ