د پاکستان سفیر: د طالبانو له واکمنۍ سره په افغانستان کې سوله او امنیت ښه شوی

لخوا Aamaj News

په کابل کې د پاکستان سفیر، منصور احمد خان ویلي چې د اګست له پنځلسمې وروسته چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ ورځ وه، په دغه هېواد کې سوله او امنیت ښه شوی دی.

د پاکستان دان ورځپاڼې په یوه راپور کې د ښاغلي خان له خولې لیکلی «په افغانستان کې سوله او امنیت د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د پام وړ ښه شوی دی.»

د پاکستان سفير ویلی، د طالبانو د ډيپلوماتيک پلاوي شتون ښيي چې طالبان له نړيوالې ټولنې سره رغنده تعامل لري.

ښاغلي خان د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره ویلی چې له دغه هېواد څخه د امریکا له وتلو وروسته د افغانستان اقتصاد په کورنیو تولیداتو متمرکز شو او له ۱۲ څخه تر ۱۴ میلیاردو ډالرو پورې د مالي زېرمو د نشتوالي له امله دغه هېواد اوسمهال یوازې ۳ ملیارد ډالر لري چې یو څرګند تضاد دی.

په ورته وخت کې دې پاکستانۍ ورځپاڼې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال، جاوید لودین له قوله لیکلی چې پاکستان او افغانستان ګډ تېر درلودلی او باید ګډ راتلونکی ولري.

هغه زیاته کړې «د طالبانو راڅرګندېدل د افغانستان لپاره د عطف ټکی دی.»

په همدې حال کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق د افغان طالبانو په منځګړتوب له پاکستاني طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په هرکلي سره ویلی «افغان طالبانو دا ثابته کړه چې د پاکستاني طالبانو سره د پاکستان په خبرو اترو کې ګټور دي.»

نوموړی همداراز په ​​افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه ویلی «موږ ښايي له ځینو نظرونو او ظریفو ټکو سره موافق یو، خو موږ د ټولو لپاره د زده کړې حق د بشر د یو اساسي حق په توګه باور لرو.»

نوموړی په دوام کې ویلی چې په تېرو څو میاشتو کې، پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره خپل رغنده تعامل وساتي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان له هڅو سره سره، تراوسه هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ