د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: هغه بې پیلوټه الوتکه چې په کابل کې یې الظواهري په نښه کړی و، له پاکستانه الوتنه نه وه کړې

لخوا Aamaj News

پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د کورنیو چارو د وزیر، راناثناء الله له قوله راپور ورکړی چې د القاعدې د مشر په وژلو کې پاکستان هیڅ رول نه درلود او دا د افغانستان داخلي موضوع ده.

پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د عملیاتو لپاره د پاکستان له هوايي حریم څخه هر ډول استفاده رد کړې او ویلي یې دي چې امریکا په سیمه کې بېلابېلې پوځي اډې لري؛ خو دغه هېواد په دې عملیاتو کې د پاکستان له خاورې او هوايي حریم نه کار نه دی اخیستی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې د کابل د برید په اړه باید د افغانستان او امریکا ترمنځ خبرې اترې وشي.

د رانا ثناءالله په باور په افغانستان کې ناامنۍ د پاکستان پر وضعیت اغېز کوي. هغه ټینګار وکړ چې ”د افغانستان امنیت د پاکستان د امنیت په شان دی.“

په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له خوا د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو نه هرکلی کړی او نه یې هم غندنه کړې، بلکې یوازې دومره یې ویلي چې دوی هر ډول ترهګري غندي.

ایمن الظواهري دوې ورځې وړاندې په کابل کې په یوه کور کې چې ویل کېږي د سراج الدین حقاني له یوه مرستیال سره تړاو لري، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ