په اسلامآباد کې د طالبانو سفارت وايي له یوې اونۍ راپه دېخوا د هېواد څه باندې ۲۵۰ تنه وګړي د پاکستان پولیسو د ناقانونه او له اسنادو پرته د دننه کېدو په تور نیولي.
یاد سفارت نن (شنبه د زمري ۸مه) سهار مهال په یوه اعلامیه کې ویلي چې نیول شویو کې یوه نوې ناوې هم ده چې غوښتل یې له خپل خاوند سره پېښور ته ولاړه شي، خو د واده په شپه د ژوب په بندخونه کې بندي شوه.
په ورته وخت کې د پاکستان پښتنو د ساتنې حرکت رهبر منظور پښتین د بلوچستان ایالت له «ژوب» سیمه ییزې بندخونې د افغانستان وګړیو د خوشي کېدو خبر وکړی.
نوموړي نن په یو ټوېټ کې ویلي، چې بهر کې یو شمېر افغانان چې څو ورځې د پاکستان په ژوب کې بندیان وو، نن د وکیلانو او د پښتنو د ساتنې حرکت د غړو په هڅو خوشي شوي.
د افغانستان دې بې اسنادو وګړو نیول په داسې حال کې کېږي چې ویل کېږي دې کسانو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۶۰ تنه هغه کسان هم نیول شوي چې قانوني اسناد یې هم درلودل.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More Info here on that Topic: aamajnews24.com/ps/pak-32/ […]