پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر د چمن په غونډه کې د ګډون او وینا کولو په تور د دغه هېواد پولیسو نیولی دی.
هغه پرون په یوه غونډه کې ويلي و: «موږ د ډیورنډ کرښه نهمنو، پاسپورت نهمنو، دا ایالت نهمنو. موږ د لوی افغانستان خلک وو، اوس یو او په راتلونکي کې به یو.»
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د پارلمان پخوانى غړى او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مشر محسن داوړ هم څلور ورځې وړاندې د چمن په لاريون کې له ګډون وروسته نيول شوى و.
1 تبصره
bestartikel, thank for share brooo ..