پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټکولو لپاره درې نوې لارې پرانیزي

لخوا Aamaj News

د پاکستان موقت حکومت غواړي چې له افغانستان سره پر پوله درې نوې لارې پرانیزي څو له دغه هېواده د افغان‌کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې نن (دوشنبه، د لړم ٢٢مه) په يوه راپور کې ليکلي، چې نن به نوې لارې پرانيستل شي.

دې ورځپاڼې د سند ایالت د کورنیو چارو د وزارت له‌خوا چمتو شوی راپور راخیستی او لیکلي یې دي، چې که «ناقانونه افغانان» بېرته خپل هېواد ته ونه‌لېږل شي، نو پاکستان به له امنیتي ستونزې سره مخ شي.

د راپور په دوام کې همدارنګه راغلي چې هغه بنسټونه چې د مهاجرینو د ایستلو مسولیت لري د مهاجرینو د هویت په ثبت او پروسس کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

له بلې‌خوا د پاکستاني ورځپاڼو د خپرو شویو رسمي راپورونو له مخې، یوازې د چمن له لارې ۸۸ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

خو د سند ایالت حکومت د افغان‌مهاجرینو شتون د دغه ایالت لپاره د ډیموګرافیک ګواښ بللی او خبرداری یې ورکړی چې که کډوال خپلو هیوادونو ته ونه استول شي، تر ۲۰۴۰ کال پورې به د دغه ایالت جمیعتي هویت بدل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تر دې وړاندې څه باندې ۱.۷ میلیونه افغان‌کډوالو او پناه‌غوښتونکو ته د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې وخت ورکړی و چې له دغه هیواده ووځي، که نه نو دوی به ونیول شي او اخراج به شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ