پاکستان: د اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو لپاره سوداګرۍ په کلدارو کیږي

لخوا Aamaj News

د پاکستان ابزرور ورځپاڼې د دغه هیواد د چارواکو له قوله لیکلی، له دې وروسته له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو لپاره، سوداګریز مبادلات په کلدارو کیږي.

د راپور له مخي پاکستاني چارواکو له دغي پرېکړي د خوښۍ په څرګندولو ویلي چې د معاملې وړ پیسو ته د نه لاس رسۍ لکبله یې د بانکي کانالونو له لارې له افغانستان سره د ټولو توکو یوکلنه سوداګرۍ ته په کلدارو او د مځکي له لارې اجازه ورکړې ده.

دغه پاکستاني چارواکي په دې باور دي چې دغه امر په سیمه کې د ځلېدو د زیري برسېره، د دواړو هیوادونو اقتصادي اړيکي نور به هم پیاوړي کړي.

په همدې حال یاده ورځپاڼه د پاکستان مالیاتي څېړونکي، مهر کاشف یونس له قوله لیلکی: ”له کومه چې اقتصاد د دوامداري ودي لپاره فشار ته ډېر اړ دی، پاکستان کولای شي د مقیاس او له افغانستان سره د اقتصادي تعامل ژورتیا په ډېرولو سره، له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.“

ښاغلی یونس همدارنګه د پاکستان له دولته غوښتی چې په تورخم کې د توکو د لېږد را لېږد د چټکتیا لپاره ځای پرځای شوي سکنران باید ژر تر ژره دوه چنده شي څو د دواړو لورو د سوادګرۍ حجم بې له ځنډه په بشپړ ډول تضمین شي.

د راپور له مخي افغانستان د پاکستان د صادراتي توکو درېمه موخه ده؛ خو دغه بهیر په څو وروستیو کلونو کې بدلون کړی. د پاکستان دوه اړخیز کلنی تجارت یو میلیارد ډالر ظرفیت لري چې داسي ښکاري چې له دغي پرېکړي وروسته کمښت مومي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ