کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د لیدونو او د بهرنیو هیوادونو له سفیرانو سره په لیدنه کې له افغانستان څخه د استازولی په وړاندې د غبرګونو په دوام، د طالبانو یو شمېر رسنیزې څېرې وایي چې «د پاکستان لاس ته د افغانستان سیاسي چارو سپارل خیانت دی.»
د طالبانو ملاتړي لیکوال او خبریال ابدالی قندوزي د یادې موضوع په تړاو لیکلي: «مشرانو که غواړی ځان د ټولنې او خلکو په وړاندې بې باوره کړی، نو پرېږدی چې د (مکناټن زوی) منصور احمد خان د افغانستان په اړه له نړیوالو سره خبرې اترې وکړي.»
نوموړي زیاته کړې:«موږ د پاکستان له نوم بده ګڼو، تاسې یې سفیر ته سیاسي چارې په لاس ورکړې دي؛ دا تر ټولو لوی خیانت دی.»
بل پلو د مالیې وزارت پخواني ویاند رفیع تابع په طنزي بڼه کابل کې د پاکستان د سفیر لیدنو ته کتنه کړې.
نوموړي د ملا هبتالله د نوي فرمان تر عنوان لاندې په خپل ټوېټر لیکلي: «افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احند خان ته له دې وروسته مُفتي صاحب منصور حفظالله ووایي، نوموړی حق له لري چې د افغانستان ټولو لوړپوړو چارواکو سره وویني او د غوره مدیریت لپاره ورته لارښوونه وکړي.
د نوموړي خفه کېدل په حقیقت کې زما خفه کېدل دي.»
د افغانستان په استازولی د پاکستان د سفیر ناستې او خبرې اترې، د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
بل پلو پاکستان په تېرو دوه لسیزو کې د طالبانو اثلي ملاتړی پېژندل کېدو؛ تر هغې چې د اسلاماباد نقد کوونکو د طالبانو جګړه په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه بلله. هو اسلام آباد تل له طالبانو څخه خپل ملاتړ دروغ ګڼلی.
افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته هم پاکستاني چارواکي د لومړني هیواد چارواکي وو چې په رسمي بڼه مابل ته راغلل.
د دې سربیره چې پاکستان تر اوسه په رسمي بڼه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو لومړی هېواد وو چې د افغانستان سفارت یې د طالبانو واک کې ورکړ.