د پاکستان لومړی وزیر: طالبان له ترهګرو ډلو سره د مبارزې توان نه‌لری

لخوا Aamaj News

د پاکستان موقت لومړي‌وزیر انوار‌الحق کاکړ د ترکیې له ټلویزیوني چینل (ټي‌آر‌ټي) سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو ډله د «تحریک طالبان پاکستان» په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې چې په افغانستان کې حضور لري د جګړې توان نه لري.

انوارالحق کاکړ وویل: «په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان په شان ډلې شته او موږ دغه موضوع له طالبانو سره شریکه کړې ده.»

طالبانو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د (ټي‌ټي‌پي) وسله‌والو د شتون په اړه د پاکستاني چارواکو خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت باید د خپل هېواد امنیت تامین کړي.

له بلې‌خوا طالبانو په وار وار ویلي چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي. په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني ته ویلي، چې دواړه اسلامي او ګاونډي هېوادونه دې د یو بل پر ضد له تبصرو ډډه وکړي، څو واټن نور هم پراخ نه شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ