د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر جلیلعباس جیلاني وايي، هېواد یې دا مهال د افغانستان له دننه څخه د داعش د خراسان څانګې او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ترهګرو ډلو له ګواښ سره مخ دی.
جليل عباس جيلاني دغه څرګندونې پرون (چهارشنبه، سنبلې٢٩مه) په نيويارک کې د آسيايي ټولنې په غونډه کې وکړې.
جیلاني زیاته کړی چې پاکستاني چارواکو په وار وار خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړي او هېواد یې لا هم په دې برخه کې له طالب چارواکو سره په «نږدې تماس» کې دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کړی، هغه ترهګرې ډلې چې په افغانستان کې د پښې ټینګیدو هڅه کوی، باید د ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې لپاره یو ګواښ وګڼل شی.
جيلاني زياته کړی ده چې هېواد يې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، د نجونو د زدهکړې او د ښځو د کار په اړه له نړيوالې ټولنې سره موافقه لري.
تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې د پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) جنګیالي په افغانستان کې دننه د دغه هېواد پر پوځیانو بریدونه پلانوي، هغه مسله چې افغان طالبانو په وار وار رد کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او ګډوډي په بېساري ډول زیاته شوې ده.
1 تبصره
As I website owner I believe the content material here is really good appreciate it for your efforts.