د اسلامآباد پولیسو د اسلامآباد په (I10) سیمه کې تر ۵۰ زیات افغانکډوال «په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو» په تور نیولي دي.
د سرچينې په وينا، دغه پناهغوښتونکي د (سبزيمنډي) په نوم د سبزيو د پېر او پلور مرکز ته د کار او پېرلو په موخه تللي وو.
سرچينې زياته کړې، چې هره اوونۍ د يکشنبې په ورځ د اسلامآباد ښار بازارونو او نورو بازارونو ته ګڼشمېر کډوال د خوراکي توکو او نورو اړتياوو د پېرلو لپاره ورځي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر پرون (شنبه د سنبلې په ۲۵مه) وویل چې هېڅ افغان په پاکستان کې له ویزې پرته ژوند نه شي کولای. انوارالحق کاکړ وویل هغه افغان اتباع چې ویزه نه لري بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.
خو تر دې وړاندې هم پاکستاني پولیسو لسګونه افغان کډوال چې په هغه هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد درلودل نیولي وو.
پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې اعلان کړی، چې په تېرو دوو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته تر ۶۰۰زرو ډېر افغانان پاکستان ته داخل شوي دي.