سکاره په کلدارو؛ پاکستاني چارواکي د سکرو د ٢٤ ساعته وارداتو په اړه خبرو لپاره کابل ته راځي

لخوا Aamaj News

د پاکستان دان ورځپاڼه راپور ورکړی چې د ډبرو سکرو په وارداتو، ټرانزیټ، لېږد را لېږد او د دواړو هیوادونو د پولي څخه د ٢٤ ساعته لېږد کې د اسانتیا راوستلو په موخه له طالبانو سره د خبرو لپاره یو پاکستاني پلاوی، کابل ته ستون شو.

په راپور کې راغلی چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر، سواله احمد فاروقي د یاد پلاوي مشري کوي او د انرژۍ، داخله چارو، سوداګرۍ او لېږد را لېږد وزارتونو لوړ پوړي چارواکې پکې ګډون لري.

دان لیکلی چې پاکستان پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د سوداګرۍ شرایط، جنس په جنس او راکړي ورکړي په پاکستاني روپیو تر سره شي.

د راپور له مخي په دغه لیدنه کې د سوداګرۍ، د ټرانزیټ اسانتیاوي، ټرانسپورټ، پوله ییز مسایل او همدارنګه هغه ستونځي چې د دواړو خواوو سوداګر ورسره مخ دي، د دواړو خواوو د بحث محور دی.

څه موده وړاندې پاکستان اعلان وکړ چې غواړي د دغو دوو هیوادونو تر منځ په پاکستاني پیسو په سوداګریزو معاملاتو او راکړو ورکړو کې کمښت راولي او د ډبرو سکرو د ٢٤ ساعته وارداتو غوښتونکی دی.

اوس مهال پاکستان ته له افغانستانه د خلکو تګ راتګ او د میوو او سابو دوارداتو لکبله، د ډبرو سکرو واردات یواځي د ورځي په اوږدو کې تر سره کیږي.

پاکستان په داسي حال کې له افغانستانه د ډبرو سکرو په وارداتو کې اسانتیاوي غواړي چې په نړیوالو بازارونو کې د سکاره بیي لوړي شوي دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

DevOps Consulting March 27, 2024 - 6:28 am

… [Trackback]

[…] Info to that Topic: aamajnews24.com/ps/pak-26/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ