د پاکستان ډان ورځپاڼې سر مقاله: طالبان له خپلې پخوانۍ دورې سره هېڅ توپیر نه لري، همغه ځناور او د ښځو د بدمرغۍ رژیم

لخوا Aamaj News

د پاکستان ډان ورځپاڼې کابل کې د طالب علماوو درې ورځنۍ ناستې په اشارې سره یوه مقاله کې ویلي؛ چې طالبان له خپلې پخوانۍ دورې سره هېڅ توپیر نه لري، همغه ځناور او د ښځو د بدمرغۍ رژیم.

یاده مقاله کې راغلي: «طالبان له هېڅ ښځې پرته د ۳۵۰۰ نارینه علماوو د ناستې جوړولو سره ثابته کړه چې له خپلې تېرې دورې سره هېڅ توپیر نه لري، همغه ځناور او د ښځو د بدمرغۍ رژیم دی.»

یادې ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو په اند ښځې فردي یوازېتوب کې شمېرل کېږي او استازي یې پلرونه او زامن دي.

یاده مقاله کې همداشان د زده کړو، کار او آزادۍ د منع کېدو په ګډون پر ښځو بندیزونو ته په اشارې سره ټینګار شوی؛ چې ورته برخو کې د ښځو نه ګډون، د دې ښکارندوی دی چې د طالبانو یوه موخه افغانستان کې د ښځو منزوي کول دي.

د پاکستان ډان زیاته کړې، د دې سربېره چې دې غونډه کې ګډون کوونکو له خپل پټ رهبر هیبت الله آخندزاده سره د بحث وړ مسایلو لکه د نجونو زده کړو باندې په خبرو ونه توانېدل، خو نړیواله ټولنه یې په غوږ ووهله چې لید لوري کې یې بدلون ته اړتیا نشته.

د یادونې وړ ده؛ چې د هېواد زیات شمېر اوسېدونکي په دې باور وو؛ چې کابل کې د علماوو ناسته، د نجونو ښوونځیو بیا پرانیستلو باندې پرېکړه وکړي؛ خو داسې ونه شول او طالبانو همداشان له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ