د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: پر طالبانو دې د لوېدیځ بندیزونه کم شي

لخوا Aamaj News

حنا رباني د دې په ویلو سره چې د افغانستان د اقتصاد بنسټېزې چارې نه باید له خطر مخ شي؛ پر طالبانو د لوېدیځو هېوادونو د بندیزونو کمېدو غوښتونکې شوې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر د آلمان ولټ ورځپاڼې سره په مرکه کې خبرداری ورکړی؛ چې له اقتصادي پلو د افغانستان منزوي کول به د یاد هېواد د اقتصاد پرځېدو لامل شي.

کهر په یاده مرکه کې چې نن (پنج‌شنبه د چنګاښ ۹مه) خپره شوې ویلي؛ چې د افغانستان د اقتصادي بنسټیزې کړنې نه باید له خطر سره مخ شي.

نوموړې پر طالبانو د لوېدیځ لخوا د بندیزونو کمېدو غوښتونکې شوې او زیاته کړې یې ده؛ چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د مرستو کمېدو او بندیزونو په دې هېواد کې د بانک داری سیستم کمزوری کړی.

نوموړې زیاته کړې: «که افغانستان همداشان له نړیوال بانکي سیستم بهر پاتې شي او شتمنۍ یې کنګل وي، هغه وخت به دا پېښه رامنځته شي. موږ نه باید قحطۍ ته پراختیا ورکړو.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویلي چې لوېدیځ په افغانستان کې د جګړې لپاره ۳ ترېلیونه ډالره لګښت ورکړی؛ او نن د افغانستان ژوندي پاتې کېدو لپاره ۱۰ میلیارده ډالر نه لري او دا د درک وړ نه ده.

نوموړې څرګنده کړې؛ چې اوسنیو شرایطو دا ښه فکر نه دی چې د افغانستان خلکو له لوږې سره مرسته وشي او په دې هېواد کې د اقتصادي چاودنې خطر ومنو.

دا په داسې حال کې ده؛ چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، امریکا د افغانستان مرکزي بانک شااوخوا ۱۰ میلیارده ډالره ارزي زېرمه بنده کړې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ