د بېلتون غوښتونکو بلوڅانو له بریدونو سره په ورته وخت کې، د پاکستان سیاسي او پوځي کارپوهانو د “پاکستان پر امنیت د افغانستان د وضعیت اغېز” تر نوم لاندې د بنسټ لرونکي پراخ سیاست انسټیټیوټ په مجازي ګفتمان کې د افغانستان اوسني حالت ارزونه کړې ده. دوی له نړۍ غوښتي چې په افغانستان کې اوسنی انساني ناورین ژر تر ژره حل او فصل کړي، ځکه د وضعیت دوام کولی شي د پاکستان لپاره لوی امنیتي ګواښونه رامنځته کړي.
دوی په دې باور دي؛ چې د طالبانو دولت عمده ستونزه انساني ناورین دی. خو د دوی په بارو په ناروې کې د طالبانو او امریکا دولت د استازو له خبرو اترو وروسته، نړۍ د افغانستان خلکو ته د مرستو رالېږل پیل کړي. دوی هيله څرګنده کړې؛ چې د نړۍ هېوادونه د خپلو ګټو تر سیوري لاندې په راتلونکي کې د طالبانو دولت سره په تعامل تجدید نظر وکړي.
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر، ایاز وزیر وویل “طالبان باید دا ثابته کړي چې د بل هر هېواد په توګه دوی کولی شي چې افغانستان په ګټوره ډول اداره کړي، نوموړي زیاته کړې چې نړیواله ټولنه به له یو ټول ګډونه دولت څخه په پرانیستې غېږه هرکلی وکړي.”
د پاکستان نوموتي خبریال زاهد حسین هم موضوع ته کتنه کړي او ویې ویل؛ په افغانستان کې وروستي بدلون داسې وضعیت رامنځته کړی چې ټول ژئوپلیټیک ته یې ټکان ورکړی. نوموړي وویل؛ چې دا هېواد په تېرو شل کالونو کې په بهرنیو مرستو پورې تړلی و او لا هم د خپل اقتصادي بقا لپاره مرستې ته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې ډېر ژر د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هېواد بقا په خطر کې ده.
د یاد مجازي ګفتمان په پای کې پخواني پوځي، محمود شاه وویل “موږ د طالبانو پخواني رژیم څخه پوه یو، یو بې منازع مشر شتون درلود او هغه یوازينۍ مرجع وه. د طالبانو اوسنی رژیم مرکزي اقتدار نه لري، د افغانستان صدراعظم په بسیا ډول قوی نه دی، د حاکم دولت په سیاستونو کې په محفلونو کې لا هم ابهام شته.”