د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د افغانستان په کنړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او خوست ولایتونو کې داعشیان شتون لري

لخوا Aamaj News

په پاکستان کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو پرله پسې خونړیو بریدونو وروسته، د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې وایي؛ چې د افغان طالبانو په منځګړيتوب له پاکستاني طالبانو سره د یاد هېواد د دولت خبرې اترې ناکامې شوي دي او لا هم د افغانستان په خاوره کې پاکستاني طالبان فعال دي.

شیخ رشید احمد له دې سره چې په هېواد کې یې د “بلوچستان آزادي غوښتونکو پوځ” او پاکستاني طالبانو سره له مبارزې خبرې کړي، خو وایي چې د کنړ، نورستان، ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې داعشیان هم فعال دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداشان زیاتوي؛ چې بلوڅ بېلتون غوښتونکو د بلوچستان په نوشکي او پنجګور کې د پاکستان پوځي مرکزونو باندې په ورستیو بریدونو کې، په افغانستان کې له ناټو څخه له پاتې وسلو ګټه اخیستې ده.

شیخ رشید احمد زیاتوي؛ چې له افغانستان څخه د اشرف غني د تېښتې سربېره، اوس هم په هغې هېواد کې هند شتون لري او د هغې هېواد استخبارات د افغانستان له خاروې په پاکستان کې ځینې بریدونه پلان کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط سره، په یاد هېواد کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون غوښتونکو بریدونو بې مخینې زور اخیستی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ