د پاکستان کورنیو چارو وزیر زلمی خلیل‌زاد «حرمونی» وبللو

لخوا Aamaj News

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد لخوا د «قاتل» بللو په غبرګون کې، نوموړی «حرمونی» بللی دی.

رانا ثناءالله زیاتوي؛ چې خلیل‌زاد هره ورځ نوموړي پسې «ټوېټ» او «لومه» جوړوي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې زلمي خلیل‌زاد د پاکستان کورنیو چارو وزیر «قاتل» بللی دی.

خلیل‌زاد (شنبه د غبرګولي ۶مه) یو ټوېټ کې له شهباز شریف پوښتلي، چې ولې یې یو کلیدي ځای داسې کس ته ورکړی، چې «لاس یې د بې‌ګناه خلکو په وینو سره دي.»

د افغانستان سولې چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي ټینګار کړی دی، چې د پاکستان کړکېچ او د دې هېواد ټوټې ټوټې کېدل د سمیې او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کوي. خلیل‌زاد د پاکستان رهبرانو ته په خطاب کې لیکلي وو، چې د سترې محکنې پرېکړو ته درناوی پر نقشه د هوکړه او د دموکراتیکو ټاکنو ترسره کول اړین دي.

امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني شنبه ورځ د (غویي ۲۳مه) له خلیل‌زاد غوښتي وو، چې د پاکستان چارو کې دې لاسوهنه نه کړي، ځکه دې هېواد پورې اړه نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ