د پاکستان دفاع وزیر: ټي‌ټي‌پي پر پاکستان د برید لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي

لخوا Aamaj News

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف د اندېښنې په څرګندولو سره یو ځل بیا ټينګار کړی دی، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) پر دې هېواد د برید لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي.

د پاکستان دفاع وزیر تېره ورځ له امریکا غږ سره په خبرو کې زیاته کړې: «په داسې حال چې طالبان ټوله نړۍ کې منزوي دي، پاکستان دولت ورسره ډېرې ښې اړيکې لري، یوازینۍ مسئله چې موږ ورڅخه ناخوښ یو داده، چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستنې سره پاکستان کې په ترهګریزو فعالیتونو بوخت دي.»

آصف افغانستان ته د خپل سفر ته په اشارې سره د طالبانو له ژمنې ماتېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان په وړاندې د دې هېواد له خاورې څخه د پوځي ګټي نه اخیستلو په اړه د طالبانو د ژمنې سربېره؛ خو لا هم د ترهګرۍ چټکتیا نه ده کمه شوې.

نوموړي ټینګار کړی دی، چې افغان طالبان او د پاکستاني طالبانو تحریه «له یو بل سره ملګري دي» او افغان طالبان «نه غواړي د دوي په وړاندې ودرېږي.»

د پاکستان دفاع وزیر پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل؛ ځينې هېوادونه چې له پاکستان سره یې اړیکې «ښې نه دی»، د پاکستاني طالبانو تحریک ته افغانستان کې د امریکا څخه پاتې پوځي تجهیزاتو لېږد کې مرسته کړي.

نوموړي څرګنده کړې: «افغان طالبان ځیرک خلک دي او موږ له طالبانو سره په لیدنه کې دا په څرګند ډول دوی ته ویلي دي.»

د پاکستان دفاع وزیر څرګنده کړې: «ما په څرګند ډول احساس وکړ، چې افغان طالبان غواړي زموږ اندېښنو ته ځواب ووایي. ما دوی ریښتینې ولیدل، دوی غواړي پاکستان سره مرسته وکړي؛ خو څنګه چې ګورم دا توان په دوی کې نشته. افغان طالبان په افغانستان او پاکستان کې د سولې غوښتونکي دي او هېڅ کله شخړه نه غواړي.»

نوموړي افغانستان کې د ښځو د کار او زده‌کړو د بې‌برخې توب په اړه څرګنده کړې ده؛ چې که دوی د جمعیت لویه برخه له اقتصاد بې برخې کړي، ځان ویجاړوي. نوموړي ویلي: «چې که د ټولنې لویه برخه نه یوازې له سیاسي اړخه بلکې له اقتصادي اړخه حذف کړي هغه هېواد به څنګه پرمختګ وکړي؟»

د پاکستان دفاع وزیر دا خبرې په داسې حال کې دي، چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، د پاکستان خاوره کې ترهګریز بریدونه او ناامنۍ په بې مخینې ډول زیاتې شوې دي.

د پاکستان دولت افغان طالبان له ټي‌ټي‌پي سره په ههکارۍ تورنوي؛ هغه تور چې په وار وار د افغان طالبانو لخوا رد شوی دی. بل پلو تازه د پاکستان دولت پر افغان طالبانو خورا ډېر فشار اچولی دی تر څو د ټي‌ټي‌پي له ملاتړ لاس په سر شي.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

נערות ליווי April 11, 2023 - 5:56 pm

I was very pleased to uncover this great site. I need to to thank you for ones time for this fantastic read!! I definitely appreciated every bit of it and I have you bookmarked to look at new information on your blog.

ځواب
נערות ליווי April 11, 2023 - 5:57 pm

I was very pleased to uncover this great site. I need to to thank you for ones time for this fantastic read!! I definitely appreciated every bit of it and I have you bookmarked to look at new information on your blog.

ځواب

یو نظر پریږدئ