د پاکستان اقتصادی کړکېچ؛ چین ۱.۳ میلیارد ډالر اسلام‌آباد ته پور ورکوي

لخوا Aamaj News

چین خبر ورکړی دی، چې ۱.۳ میلیارد ډالر پاکستان ته پور ورکوي. پاکستاني چارواکو د دې خبر منلو سره ویلي؛ اسلام‌آباد به دا پور درې قسطونو کې ترلاسه کړي.

بل پلو د چین مالیې وزیر هم منلې چې اسلام‌آباد به ۱.۳ میلیارد ډالر د چین صنعتي او سوداګریز بانک څخه پور ترلاسه کړي.

اسحق دار جمعې ورځ یو ټوېټ کې لیکلي؛ دا پور به درې قسطونو کې ترلاسه شي او دولتي بانک یې ۵۰۰ میلیون ډالره ترلاسه کړي دي.

نوموړي وویل؛ چې دا پور به د پاکستان ارزي ذخایرو د ډېرښت لامل شي.

د پاکستاني چارواکو په وینا؛ پاکستان د سږني کال اقتصادي کړکېچ د مخنیوي لپاره راتلونکو درې میاشتو کې پینځه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

دا پور په داسې حال کې دی؛ چې چین د پاکستان بهرنیو ۱۰۰ میلیارد پور څخه ۳۰ سلنه په واک کې لري.

پاکستان له خپل ۲۲۰ میلیوني جمعیت سره له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی. بل پلو افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره، دې هېواد کې د ترهګرو بریدونه په بې‌مخینې ډول زیات شوي او پاکستان سختې ورځې تېروي.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

make-up April 2, 2024 - 5:01 pm

… [Trackback]

[…] Find More on that Topic: aamajnews24.com/ps/pak-130/ […]

ځواب
Plantillas de Looker Sutdio April 17, 2024 - 6:43 pm

Great blog! I am loving it!! Will come back again. I am taking your feeds also.

ځواب

یو نظر پریږدئ