د پاکستان بلوچستان کې چاودنې د ۴ تنو ژوند واخیست او ۱۰ تنه نور یې ټپیان کړل

لخوا Aamaj News

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی، چې د دې هېواد بلوچستان ایالت په برخان سیمه کې د ماین چاودنې له امله، ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

ډان راپور ورکړی، چې دا چاودنه د یک‌شنبه ورځ سهار، د فبروري ۲۶مه، د پاکستان بلوچستان ایالت په داخني بازار کې شوې ده.

دا پېښه یو موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله شوې ده.

د دې چاودنې مسوولیت کوم کس یا ډلې په غاړه نه دی اخستی. پاکستان کې ډېری چاودنې د پاکستاني طالبانو د تحریک، بلوچ شبه‌نظامیان او داعش ډله په غاړه اخلي.

بل پلو پاکستان وايي، چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دې هېواد کې بریدونه زیات شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ