د پاکستان دولت پېښور کې له وروستي خونړي برید وروسته؛ د افغان طالبانو رهبر ملا هبتالله د پاکستاني طالبانو «ټيټيپي» د کنټرول پر هڅه تورن کړی دی. پاکستان ویلي، چې ښایي د دې برید پلان کوونکي افغانستان کې وي.
د پاکستان اکسپرس تربیون له خپلو سرچینو څخه په نقل قول راپور ورکړی، چې د دې هېواد امنیتي او پوځي چارواکو ناسته کې د پاکستاني طالبانو تحریک د دې ناستې مسوول ګڼلی او پرېکړه یې کړې ده، چې دا موضوع افغانستان کې له طالبانو سره شریکه کړي.
د پاکستان اکسپرس تریبون په نقل قول سره ویلي: «نور به له پولو ورهاخوا ترهګري ونه زغمو.»
که څه هم پاکستاني طالبانو د پېښور جومات کې د دوشنبې ورځې برید کې لاس درلودل رد کړي؛ خو پاکستاني چارواکو ویلي، چې ټيټيپي د افغانستان له طالبانو د «وېرې» له امله په علني ډول د برید مسوولیت نه دی منلی.
بل پل پاکستان پرېکړه کړې، چې په لویه کچه د افغانستان طالبان ته اعلان کړي، چې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه باید له منځه یوړل شي؛ خو دې ناسته کې له افغان طالبانو څخه په نقل قول ویل شوي چې دوی «له پاکستاني طالبنو سره مخ کېدو کې ناتوانه دي.»
دا ټول په داسې حال کې دي، چې د پېښور جومات کې د برید مسوولیت لومړی د پاکستاني طالبانو غړو ومنلو؛ خو وروسته د دې ډلې ویاند وویل، چې دوی دې برید کې لاس نه درلود.