پاکستاني رسنیو د پېښور کې پر یو جامت د برید د مرګژوبلې شمېرو له ډېرښت خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د پېښه کې چې ډېری قربانیان یې پولیس دي، ۴۶ تنه وژل شوي او ۱۵۰ تنه نور ټپیان دي.
دا چاودنه نن (دوشنه د جنوري ۳۰مه) د پاکستان شمال لوېدیځ پېښور ښار د ترهګرۍ ضد ادارې او ایالتي پولیسو قومندانۍ د محوطې دننه یو جومات کې شوې ده.
د راپورونو پر بنسټ د دې جومات اصلي صالون له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ تنه ځایول او د چاودنې پر مهال ۲۶۰ تنه جومات کې وو.
د راپورونو له مخې؛ د ودانۍ یوه برخه نړیدلې او ښایي یو شمېر کسان یې لاندې کړي وي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دا چاودنه غندلې او ویلي یې دي، چې د دې برید عاملین «اسلام پورې اړه نه لري» او ټینګار یې کړی، چې ټول ملت د ترهګرۍ په وړاندې په یوالي سره ولاړ دی.
پېښور کې د لېډي ریډینګ روغتون ویاند محمد عاصم ویلي، چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت ترینګلی دی.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.