پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې نن له غرمې وروسته د دې هېواد پېښور ښار یو جومات کې د ځانمرګي برید په پایله کې ۲۸ تنه وژل شوي او ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي.
جیونیوز راپور ورکړی، چې بریدګر د لمونځ کوونکو لومړي صف کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د دې پیښې مسوولیت تر اوسه چا منلی نه دی.
افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو سره، پاکستان کې ترهګریز بریدونه په بېمخینې ډول زیات شوي دي.
دا برید په داسې حال کې کېږي، چې د پاکستات لوړپوړي روحاني مفتي محمد تقي عثماني دې وروستیو کې د دې هېواد له دولت سره جګړه د اسلام له نظره «ناجایزه» او «حرامه» بللې ده.
خو د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټيټيپي) رهبر د مفتي محمد تقي عثماني په ځواب کې ویلي؛ چې پاکستان کې جهاد په افغانستان کې د جهاد دوام دی. ځکه د نوموړي په وینا پاکستان د امریکا تر څنګ درېدلی دی.