د پاکستان حقوقي مسایلو کارپوه فیصل صدیقي د دې هېواد په دان ورځپاڼه کې د «پاکستان راتلونکي» تر نوم لاندې یو مطلب کې لیکلي، چې که په دې هېواد کې وضعیت په بنسټيز ډول بدلون ونه کړي، د پاکستان حکومت «قریبالوقوع پرځېدو» خطر شتون لري.
دا حقوقپوه نن (شنبه د جنوري ۲۸مه) په دې مطلب زیاته کړې ده، چې که په دې هېواد کې بنسټيز بدلون رانشي، پاکستان یا تجزیه کېږي او یا هم پرځېدل کېږي.
د نوموړي په باور نه پرځېدل نه یوازې د حکومت پرځېدل؛ بلکې پاکستان کې د تاوتریخوالي ډک هرج او مرج ډېرېدو لامل به شي، چې دې هېواد کې وینې تویونې ته به همداشان دوام ورکړي.
فیصل د دې مطلب په یوه برخه کې لیکلي: «که څه هم پاکستان له هند او د افغانستان یو شمېر عناصرو سره یوه کوچني جګړه باندې بوخت دی؛ خو داسې برېښي، چې د پاکستان دولت د ماتې لپاره له هند او د پاکستاني طالبانو تحریک په څېر مذهبي عناصرو د جګړې کم احتمال شتون ولري.»
یاد حقوقيکارپوه زیاته کړې ده، چې پاکستان کې واک او وخت کې د اتو اصلي لوبغاړو له دې ډلې د «مذهبي رهبرانو، ترهګرو او تجزیه غوښتونکو» لخوا اداره کېږي.
بل پلو په دې مطلب کې راغلي، چې پاکستان کې واکمنان په پراخ ډول دوه همکارو مګر متضادو ډلو له لوري جوړ شوی دی، یو له دې ډولو نه غواړي وضعیت بدلون وکړي؛ خو بل لوری ځانغوښتونکی خو روڼ اندی دی.
دې حقوقپوه ټينګار کړی دی: «دویم اړخ ته په نړیواله کچه د یو ګدا او مات ملت په توګه لیدل کېږي. دا روڼاندي نخبهګان باید په شدت سره د دولت دننه راډیکال اصلاحاتو لپاره فشار راوړي او د دې مخ په زوال وضعیت له ملاتړ څخه مخنیوی وکړي.»
د پرځېدو موضوع په داسې حال کې د دې پاکستاني حقوقپوه له لوري مطرح کېږي، چې پاکستان په خپله مخینه کې تر ټولو بد اقتصادي او امنیتي وضعیت سره مخ دی او د ناامنۍ بېمخینې پراخېدو شاهد دی.
1 تبصره
Looking forward to reading more. great article. Really looking forward to reading more books. cool. I really enjoy reading a thought provoking article. Also, thanks for allowing me to comment!