پاکستان نړۍ ته: طالبان د افغانستان ریښتیا دي او باید ورسره تعامل وکړو

لخوا Aamaj News

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم وایي، چې نړۍ له طالبانو سره مقابله نشي کولی؛ ځکه د نوموړي په وینا طالبان د افغانستان ریښتیا دي او باید ورسره تعامل وشي.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي (سه‌شنبه) له بي‌بي‌سي سره مرکه کې ویلي: «موږ له طالبانو سره مقابلې ته دوام نشو ورکولی، دوی د افغانستان ریښتیا دي، طالبان د ټول هېواد اداره په لاس کې لري، پر دې بنسټ موږ باید له دوی سره تعامل وکړو.»

ښاغلی اکرم په دې مرکه کې، افغانستان کې د سیاسي حقونو په ځانګړي ډول د بشز حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته د پام لپاره د طالبانو د متقاعد کولو او تعامل لپاره د نوې تګ‌لارې د څېړلو غوښتونکی شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ کومه تګ‌لاره چې د تر اوسه د نړۍ لخوا د طالبانو په وړاندې کارول شوې، ګټوره نه وه.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ټینګار وکړ: «موږ باید د دوی (طالبانو) چلند د اصلاح په موخه د ګډون او ترغیب او د افغانستان خلکو څخه د ملاتړ د دوام لپاره نوې تګ‌لارې ومومو.»

نوموړي د طالبانو ټولو سیاستونو ته په اشارې سره ویلي، چې که څه هم د طالبانو یو شمېر پرېکړې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د پاکستان لپاره د منلو وړ نه دي؛ خو هېواد یې ګاونډیتوب کې له طالبانو سره د خواته کېدو پرته بله چاره نه لري. ځکه د نوموړي په وینا «هر څه چې افغانستان کې پېښ شي، له شک پرته پر پاکستان اغېز لري.»

اکرم همداشان په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د بهیر د دوام غوښتونکی شو او خبرداری یې ورکړی، چې که د افغانستان لپاره نړیوال ملاتړ یا بشروستانه مرستې بندې شي، نړۍ به د «ترهګرۍ پراخېدو» په ګډون له کړکېچن وضعیت شره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم ځو ځلې پاکستاني چارواکو د افغانستان له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کړې وه.

تر دې وړاندې د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي وو، چې افغانستان کې طالبانو لپاره هېڅ ځای ناستی شتون نه لري او له طالبانو سره د چارو پرمخ وړلو لپاره باید له دوی سره تعامل وشي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم څه موده وړاندې یوه خبري ناسته کې وویل، چې د افغانستان طالبان«ریښتیا» او د پاکستان طالبان «فتنه» دي. نوموړی د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ تمایل منلی وو او زیاته یې کړه، چې د افغان طالبان د افغانستان د منلو وړ ریښتیا دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ