پاکستان کې د بریدونو له ډېرېدو سره، د دې هېواد لوړپوړي روحاني مفتي تقي عثماني وايي، چې پاکستان کې جګړه «جهاد» نه دي. نوموړي زیاته کړې ده، چې د دې هېواد د حکومت په وړاندې وسلوال فعالیتونه «بغاوت»، «د شریعت خلاف» او «حرام» دي.
نوموړي د پاکستاني طالبانو فعالیت په اشارې سره ویلي: «له امنیتي فعالیتونو سره مبارزه او د دولت ضد فعالیتونو ترسره کول، شورش دی او جهاد پورې اړه نه لري.»
د نوموړي په وینا د پاکستان «اسلامي سیاست» او «پالیسي» د نړۍ په ځانړګړي ډول اسلامي هېوادونو کې بېجوړې دي او «پاکستان ښودلې ده چې په اسلام کې څومره مخکې» دي.
د پاکستان دې روحاني ویلي دي: «هېڅ اسلامي هېواد د پاکستان په ډول اسلامي سیاست نه لري او زما په اند د پاکستان حکومت په وړاندې هر ډول شورش بغاوت، حرام او ناجایر دی.»
تقي عثماني د پاکستان علماوو له ډلې پېژندل شوی څېره او په ورته وخت کې د دې هېواد د وفاق المدارس رییس دی. نوموړي د پاکستان دولت په ځانګړي ډول د قضا په برخه کې بېلابېل لوړ منصبونه درلودل.
تقي عثماني د افغانستان له طالبانو سره ډېره نږدې اړیکه لري او کلونه یې له دوی ملاتړ کړی او جګړه یې مشروع بللې ده. عثماني د افغانستان پخواني نظام په وړاندې د طالبانو جګړه او شورش «جهاد» بللو.
بل پلو د ۱۴۰۱ کال زمري میاشت کې طالبان کابل ته دننه شول، تقي عثماني په بریمنه لهجه خپله ټوېټر پاڼه کې داسې ولیکل: «کابل ته د طالبانو سولهییز دننه کېدل، د عمومي عفوې اعلان او د ټولو ځان او مال د امنیت ډاډ موږ ه د مکې د فتحې داستان را په یاد کوي.»
1 تبصره
Reading your article helped me a lot and I agree with you. But I still have some doubts, can you clarify for me? I’ll keep an eye out for your answers.