پاکستان: ښایي د طالبانو ناخوښ سرتېري له داعش سره یو ځای شي

لخوا Aamaj News

ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی، منیر اکرم د امریکایي «نیوز ویک» له اونیزې سره خبرو کې ویلي، چې که افغانستان کې اقتصادي وضعیت ښه نه شي، ښایي د طالبانو ناخوښ جنګیالي له داعش سره یو ځای شي.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي له دې امریکایي اونیزې سره خبرو کې د اندېښنې څرګندولو سره زیاته کړې: «ښکاره ده چې داعش د قوي کېدو په حال کې دی او دوی (داعش) له بهر پیسې اخلي. که طالبان بسیا پیسې ونه لري، ښایي خپل یو شمېر کسان داعش ته له لاسه ورکړي.»

نوموړي پاکستان کې د بریدونو ډېرېدو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې اسلام‌آباد د هېواد پولو ته نږدې او دننه د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او پاکستاني طالبانو تحریک په ګډون د ستیزه جویانو له ډېرښت اندېښمن دی.

د یاد پاکستاني چارواکي په وینا، د دې ډلو ترڅنګ داعش هم د پاکستان د ګټو پر خلاف کار کړي. نوموړي افغان طالبانو ته څرګنده کړې چې له دې ټولو ډلو سره مقابله د دوی د «بېړنۍ ګټه» ده. او طالبان باید له دې ډلو سره مقابله وکړي.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي ټینګار وکړ: «ورته هڅو ته د طالبانو لاسرسی به سخت وي. موږ شرایط درک کوو؛ خو له هغې سره د مقابلې لپاره باید یوه ګټوره استراتژي پیدا کړو.»

اړوند لیکنې

1 تبصره

Libreng Binance Account April 9, 2024 - 11:07 pm

Thank you for your sharing. I am worried that I lack creative ideas. It is your article that makes me full of hope. Thank you. But, I have a question, can you help me?

ځواب

یو نظر پریږدئ