په اکسفورډ کې د محب د وینا د لغوه کولو لپاره یوولس زره غوښتني؛ «تښتېدلی سلاکار ته د پاکستاني محصلینو له خوا بلنه شوې»

لخوا Aamaj News

د اکسفورډ پوهنتون په اتحادیه کې د افغانستان د ملي امنیت د تښتېدلي سلاکار حمدالله محب د وینا پر ضد له اعتراضونو وروسته د دغې وینا د لغوه کولو غوښتني ۱۱ زره کسانو ته رسېدلي دي.

خو د انګلستان په اکسفورډ پوهنتون کې افغان محصلین وايي چې د وینا پروګرام لا هم پر ځای دی او دا وینا په اکسفورډ کې د پاکستاني محصلینو په بلنه ترتیب شوې ده.

خو د دې اعتراض دليل څه دی؟
د دغي وینا پر ضد اعتراض کوونکي وايي چې حمدالله محب هغه «ملي خاین» دی چې په زرګونو افغان سرتیري او هیوادوال یې د «ترهګرو طالبانو » په منګولو کې پرېښودل او پخپله له غني سره وتښتېد.

د اکسفورډ پوهنتون د افغان محصلینو اتحادیې هم د یوه خبرپاڼي په خپرولو ویلي چې د حمدالله محب بلنه په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو څنډي ته د وړلو د په معنا ده.

دوی وايي د اکسفورډ اتحادیې له دې اقدام څخه د ناخوښۍ څرګندولو لپاره به یوه احتجاجي غونډه هم وکړي. دوی یو ځل بیا ټینګار کوي چې محب ته د دې وینا زمینه برابرول د افغانستان خلکو ته سپکاوی دی او باید لغوه شي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ملي امنیت تښتېدلی سلاکار حمدالله محب چې له تېښتې مخکې یې ویلي وو چې د طالبانو ملا ماتوي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه له اشرف غني سره وتښتېد او ۳۰۰ زره افغان امنیتي ځواکونه یې د بې برخلیکۍ په ډګر کې پرېښود.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ