د امریکا متحده ایالاتو او اروپا ځانګړو استازو چې د اُسلو په ناسته کې یې ګډون کړی و، د یادې ناستې په اړه یې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې.
دا اعلامیه تېره ورځ ناوخته د ناروې بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې.
په یاده ګډه اعلامیه کې د اروپایي ټولنې، فرانسې، آلمان، ایټالیا، ناروې، بریټانیا او امریکا متحده ایالاتو ځانګړو استازو د بشري حقونو پر ارزښت، د افغانستان سوله ییز راتلونکي او د ثبات د تضمین لپاره د یو جامه او ټول ګډونه سیاسي نظام اړتیا باندې ټینګار کړی.
د یادو استازو په وینا؛ له طالبانو سره د دوی لیدنې او خبرې اترې د دوي په رسمیت پېژندلو او مشروعیت ورکولو په مانا نه دي او طالبان باید د افغانانو له لوري طرح شویو اندېښنو ته پام وکړي.
دوی زیاته کړې؛ چې هر هغه حکومت چې په افغانستان کې رامنځته کېږي، د کورني مشروعیت سرچینه یې، خپله د افغانستان خلک دي.
د یادې ګډې اعلامیې پر بنسټ، د اُسلو په ناسته کې د افغانستان انساني کړکېچ ته ژر تر ژره لاسرسي باندې غور وشو او په ټول هېواد کې د افغانانو د ځورېدنې د کمولو د مرستې لپاره د اړینو کړنو په ترسره کولو ټینګار وشو.
د امریکا او اروپا استازو بیا هم بشري حقونو ته د درناوي په ارزښت او د افغانستان د ثبات د تضمین او سوله ییز راتلونکي لپاره د یو ټول ګډونه سیاسي نظام پر جوړولو ټینګار کړی.
دوی له طالبانو غوښتي؛ چې د بشری حقونو د نقض له ډلې د خپل سرو نیولو، اجباري ورکېدو، د رسنیو ځپلو، له قانون لرې قتلونو، ځورونو او د ښځو او نجونو د زدکړو د ممنوعیت د اندېښنو له ډېرېدو څخه د مخنیوي لپاره دې لا ډېرې کړنې ترسره کړي او بې له نارینه څخه ښځو ته د کار او سفر اجازه ورکړل شي.
په یاده اعلامیه کې راغلي؛ چې د امریکا او اروپایي هېوادونو دولتونه په افغانستان کې د اقتصاد روغولو څخه د ملاتړ او ټولنیزو خدمتونو له سقوط څخه د مخنیوي لپاره د خپلو مرستندویه عملیاتونو په پراخولو بوخت دي.
په وروستیو کې دوی د افغانستان اقتصادي ثبات په موخه له بانکي سکتور څخه د ملاتړ او د نقدو د پیسو ترزیق اهمیت ته اشاره کړې.