نایجریا د افغانستان د بشري مرستو د امانت له صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته وکړه

لخوا Aamaj News

د نایجریا حکومت د افغانستان د بشري مرستو د امانت له صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې او د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین براهیم طه په یوه بیانیه کې د نایجریا د سخاوتمندانه مرستې هرکلی کړی.

د براهیم په وینا؛ دا پروخت مالي مرسته به د افغانستان ښځو او ماشومانو په ګډون د میلیونونو ښاریانو وضعیت ته د لارسي په برخه کې اسلامي همکاریو سازمان له هڅو سره مرسته وکړي.

بلخوا؛ د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې د افغانستان په اړه د خپل ځانګړي پریکړه لیک په بشپړ تطبیق سره، چې په پاکستان کې د دغه سازمان په وروستۍ فوق العاده غونډه کې صادر شو، څخه به ډډه و نه کړي او د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی.

د اسلامي همکاریو سازمان له ټولو غړو هېوادونو غوښتي؛ چې د افغانستان د بشري مرستو د امانت صندوق سره د هغه بانکي حساب له لارې مرسته وکړي، چې اسلامي پراختیایي بانک کې پرانیستل شوی.

د يادونې وړ ده، چې دغه صندوق د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په ناسته کې چې پاکستان کې جوړه شوى وه، جوړ شوى.

دا په داسې حال کې ده؛ چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ ته رسېدو وروسته وروسته؛ بېوزلي او بېکاري په بې مخینې ډول لوړه شوې ده.

د نړۍ هېوادونو او مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی، چې که د افغانانو وضعیت ته پام ونه شي، ښايي په دې هېواد کې بشري ناورین رامنځته شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ