د بهرنیو چارو ویاند وایي؛ چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان مُتقي په مشرۍ يو لوړپوړی چارواکی په یاده ناسته کې د ګډون لپاره اسلام آباد ته تللی.
په یاده ناسته کې په د افغانستان په اړه په مفصل ډول بحث وکړي.
له دې وړاندې طالب چارواکو ویلي و؛ چې دا لومړی ځل دی چې اسلامي هېوادونه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره کوي.
اقتصادي بحران او د افغانستان د خلکو لپاره د بشري مرستو څرنګوالی په یاده ناسته کې د بحث لپاره مهم ټکي بلل شوي.
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ناسته د سعودي عربستان د پادشاه په غوښتنه او د پاکستان په کوربتوب په اسلام آباد کې ترسره کېږي.