اوچا: افغانستان کې د زلزلې له کبله ۶۶۵ کورونو زیان لیدل یا ویجاړ شويد

لخوا Aamaj News

بشر دوستانه مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چې تېره شپه د زورورې زلزلې له کبله، د افغانستان په څو ولایتونو کې ۶۶۵ کورونو زیان لیدل او یا ویجاړ شوي.

اوچا نن (چهارشنبه د وري دویمه) په یو ټوېټ کې زیاته کړې، چې دې پېښه کې ۵ تنه مړه شوي او ۵۸ تنه نور ټپیان شوي.

ویل کېږي، چې شااوخوا ۶۶۵ کورونه په بدخشان، بامیان، پنجشېر، پروان، کنړ، لغمان، ننګرهار، سمنګان او تخار ولایتونو کې ویجاړ شوي او یا یې زیان لیدلی.

ورته وخت د بشردوستانه مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر دې وضعیت ته د لاسرسي څخه ډاډ ورکړی.

چې زیان لیدونکو کورنیو سره د بېړنۍ مرستې لپاره د ارزونې او ځواب ټيمونه سیمو ته لېږل شوي.

د یادونې ده، چې دې نسبتاً زورورې زلزلې تېره شپه د کابل په ګډون د هېواد شمال او شمال ختیځې سیمې ولړزولې. دا زلزله په پاکستان او هند کې هم احساس شوې ده.

ورته وخت د طالبانو عامې روغتیا وزارت هم وايي، چې دې پېښه کې څلور تنه مړه شوي او ۵۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ