د القاعدې رهبر کابل کې ووژل شو؛ اوباما: افغانستان کې له جګړې پرته د ترورېزم له منځه وړل د امکان وړ دي

لخوا Aamaj News

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي د ایمن الظواهري وژل پر دې دلیل دی چې افغانستان کې له جګړې پرته د ترورېزم له منځه وړل د امکان وړ دي.

د امریکا پخواني ولسمشر د سپټمبر یوولسمې له فاجعې شل کاله وروسته د ایمن الظواهري وژل د عدالت عملي کول وبلل.

نوموړي د امریکا ولسمشر جوبایډن په رهبرۍ د یادو عملیاتو له پلان کولو څخه په خوښۍ ویلي چې د دې شېبې لپاره له لسیزو (کالونو) کار وروسته، له ترورېزم سره د مبارزې متخصصین وتوانېدل الظواهري د یو ملکي له مرګ‌ژوبلې پرته له منځه یوسي.

د امریکا پخواني ولسمشر افغانستان کې د ترورېزم د له منځه وړلو په اړه هیله‌مندي وښودله او ویې ویل چې دې هېواد کې له جګړې پرته د ترورېزم له منځه وړل د امکان وړ دي.

د القاعده شبکې رهبر ایمن الظواهري تېره ورځ کابل کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ