سرچینې آماج ته وایي؛ چې د نورستان ولایت، دوآب ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ مرستیال وژل شوی.
سرچینې زیاتوي؛ چې نوموړی نن د دوه قومونو ترمنځ د منځګړيتوب لپاره د دواب ولسوالۍ یوې سیمې ته تللی و، چې هلته د نښتې په پایله کې وژل شوی.
په نورستان کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د نورستان دوآب او مندول د پنجشېر له پریان سره پوله لري.
بل پلو سرچینې آماج ته وایي چې له څو ورځو راپدېخوا طالبان په یاده سیمه کې د پنجشېر پر پریان د برید چمتوالی نیسي.