د بهرام‌الدین نورستاني په ډزو وژل؛ د سیمې اوسېدونکو د نورستان مندول ولسوالۍ اداره په لاس کې واخېسته

لخوا Aamaj News

نورستان کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وايي چې د یاد ولایت مندول ولسوالي د خلکو تر ولکې لاندې راغلې ده.

سرچینې آماج ته وایي چې یاده ولسوالي نن (پنج‌شنبه د تلې ۷مه) سهار مهال د طالبانو له لاس وتلې ده.

د سرچینو په وینا، د طالبانو لخوا د مندول ولسوالۍ امنیه قومندان بهرام‌الدین نورستاني د وژل کېدو له امله د سیمې، د سیمې خلکو په دې ولسوالۍ برید کړی دی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې بهرام‌الدین نورستاني دوه ورځې وړاندې د طالبانو لخوا په ډزو ووژل شو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ