طالبانو د نورستان د مندول پخوانی امنیه قومندان له شکنجې وروسته په ډزو ووژلو

لخوا Aamaj News

نورستان کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د نورستان د مندول پخوانی امنیه قومندان بهرام‌الدین نورستانی له شکنجې وروسته په ډزو وژلی دی.

د سرچینې په وینا طالبانو نن (چهارشنبه د تلې ۶مه) په دې نوموړی په دې بهلن چې له سېل ځپلو سره مرسته کړي، لغمان ته غوښتی وو او د لارې په اوږدو کې یې په ډزو وژلی دی.

د سرچینې په خبره نوموړی د طالبانو لخوا د نورستان له لارې د مقاومت جبهې پر اکمالاتو تورن شوی وو.

د نورستاني د مړي هغه انځورونه چې آماج ته رسېدلي؛ د یاد پخواني پوځي پر بدن د وهلو ټکولو علامې ښکاري.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

یادې ډلې له دې وړاندې هم پخواني پوځیان نیولي او په ډزو وژلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ