د مقاومت جبهه: طالبانو په اندراب کې قومي تصفیه پیل کړې ده

لخوا Aamaj News

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسئول, علي میثم نظري وايي، طالبانو د بغلان په اندراب کې قومي تصفیه پیل کړې ده.

ښاغلي نظري په یو ټویټ کې لیکي چې طالبانو په دې کار سره هغه کورنۍ بې ځایه کړي چې زیاتره یې ښځې، ماشومان او بوډاګان دي.

هغه په دوام کې ویلي: «دا کار هغه مهال وشو چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په دغي اوونۍ کې د دغو جنایتکارانو له خوا منحل شو.»

دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ سرچینې اماج ته ویلي، چې د سویل طالب جنګیالي د اندراب پل حصار ولسوالۍ د انامک، باغ دره او تغانک په کلیو کې یو شمېر کورنۍ له خپلو پلرنیو کورونو څخه په زوره ایستلې او دوی نور په شمال کې د اوسېدو اجازه نه لري. طالبان په دې اړه څه نه وايي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ