مقاومت کوونکو د تخار ولایت د پجک بالا او میان‌شهر کلي نیولي دي

لخوا Aamaj News

سیمه ییزي سرچینې آماج ته تاییدوي، چې د مقاومت جبهې ځواکونو د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د پجک بالا او میان‌شهر کلي ادارې لاس ته راوړي دي.

سرچينې زياته کړې، چې پرون د کلي يو شمېر ځوانانو د مقاومت جبهې په ملاتړ وسله پورته کړې او د دغې جبهې بيرغ يې پر يوه غره پورته کړى دی.

د سرچينې په وینا، دغه ځواکونه اوس په سيمه کې شتون لري او د طالبانو د شتون څخه د ورسج ولسوالۍ د خلاصون لپاره تیاری نیسي.

له بلې خوا ويل کيږي چې په دغه کلي کې د نښتي په پایله کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتې دي او طالب ځواکونه له ورسج ولسوالۍ څخه د دغي ولسوالۍ تنګي ته شاتګ کړی دی.

خو يوه بله سرچينه آماج  ته ويلی چې د طالبانو يوه ډله د وررسج ولسوالۍ مرکز ته رسېدلې او د پجک بالا په سيمه کې د مقاومت د جبهې پر ځواکونو د بريد لري. د دې سرچینې په وینا، یوه «ناپېژندل شوې بهرنۍ» چورلکه، چې دا نه ده څرګنده چې کوم لوري پورې اړه لري، دا مهال د تالقان په اسمان کې ګزمه کوي.

د مقاومت جبهې او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ