د بشري حقونو د څار ادارې راپور په اړه د مقاومت جبهې غبرګون: د طالبانو له خوا د جنګي بندیانو او ملکي وګړو د سرونو پرې کول دي وڅېړل شي

لخوا Aamaj News

د ملي مقاومت جبهې د بشري حقونو د څار سازمان د وروستي راپور په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له خوا د جنګي زندانیانو او ملکي وګړو د سرونو پرې کول دي وڅېړل شي.

د مقاومت جبهې نن (شنبه، د غبرګولي ۲۱) د دغي اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بشري حقونو د څار او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورورکوونکي وروستی راپور یو ښه ګام دی خو په افغانستان کې ناورین خورا پراخ دی او یوې نړیوالي هراړخیزي څېړني ته اړتیا شته څو د ناورین ژورتیا روښانه شي.

دغي جبهې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د ملکي وګړو د توقیف، شکنجه او وژلو، په زوره د بغلان په خوست او اندراب کې د خلکو د کډه کولو او په پنجشیر او اندراب کې د جګړې د بندیانو او ملکي وګړو د سرونو پرې کول چې طالبان یې د انساني او اسلامي موازینو او د بشري حقونو د ارزښتونو په خلاف سرته رسوي په جدي ډول دي وڅېړل شي.

په دغه اعلامیه کې د مقاومت جبهې له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو او د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي غوښتي چې جګړه ځپلو سیمو ته د طالبانو د جنګي جنایتونو او بشري ضد جنایتونو د څېړلو لپاره یو پلاوی واستوي او اړین اقدام تر سره شي.

دا په داسي حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې ویلي، طالبانو په پنجشېر ولایت کې لومړی ملکي وګړي د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي او بیا یې شکنجه کړی.

دغه سازمان زیاته کړې، چې طالبانو په نورو ولایتونو کې هم د خپل مخالفو جبهو په وژلو لاس پوري کړی.

د بشري حقونو د څار ادارې د مقاومت کوونکو د بریدونو زیاتوالي ته هم اشاره کړې او ويلي، چې د بریدونو له شدت وروسته طالبانو پنجشېر ته د لا زیاتو جنګیالیو په استولو سره ملکي وګړي لومړی د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیسي او بیا یې شکنجه کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ