مقاومت جبهه: طالبان بلخاب کې بشر ضد جنایتونه ترسره کړي؛ وضعیت په انېښنې سره څارو

لخوا Aamaj News

ملي مقاومت جبهې بلخاب کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو وژنه وغندله او یادې ولسوالۍ ته د حقیقت پلټونکي هيئت د لېږلو غوښتنه یې کړې.

د یادې جبهې په دې اعلامیه کې چې نن (چهارشنبه د چنګاښ ۸مه) خپره شوې؛ د ملګرو ملتونو بشرحقونو کمیټې، د یاد سازمان امنیت شورا، د نړۍ هېوادونو، اروپایي ټولنې او د بشرحقونو ټولو مدافع سازمانو څخه څخه غوښتل شوي؛ تر څو د طالبانو بشر ضد ترسره کړو جنایتونو په غندلو سره، د یادو زړه بوږنوونکو جنایتونو د څېړنې لپاره حقیقت پلټونکی هیئت بلخاب ته ولېږي.

یادې جبهې زیاته کړې چې د بلخاب وضعیت په خواشینۍ او اندېښنې سره څاري.

یادې جبهې څرګنده کړې: «موږ د ماشومانو، نارینه او ښځینه ملکي وګړو د وژنو په غندلو سربېره؛ د یادو سیمو له خلکو ملاتړ خپل وجداني مسوولیت بولوو.»

له دې وړاندې هم بشري حقونو سازمانونو په بلخاب کې د طالبانو لخوا بشر ضد او جنګي قوانیونو څخه د سرغړونې په اړه اندېښنه ښودلې.

بل پلو بلخاب کې د سیمه‌ییزو سرچینو لخوا آماج ته د رالېږل شوي نوملړ پر بنسټ؛ څه باندې ۵۰ پوځیان د تېرو ورځو په لړ کې د طالبانو لخوا وژل شوي.

یاد نوملړ کې ښکاري چې د وژل شویو له ډلې تراوسه یې د ۳۶ کسانو مړي خاورو ته سپارل شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ