مقاومت جبهه: په ۲۱ ولایتونو کې مو ۵۷ طالبان ووژل

لخوا Aamaj News

د مقاومت ملي جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې تېرو یولس ورځو کې د مقاومت جبهې چریکانو لخوا؛ ۲۱ ولایتونو کې ۵۷ کسان طالب ځواکونه وژل شوي.

احمدي له کابل، ننګرهار، بغلان، پنجشیر، تخار، لغمان، کاپیسا، کندز، فاریاب، بلخ، پروان،بدخشان، جوزجان، بادغیس، سرپل، غور، فراه، سمنګان، لوګر، هرات او وردګ ولایتونو په یادولو زیاته کړې؛ چې یادو سیمو کې د مقاومت جبهې ځواکونو د بریدونو په پایله کې د دې تر څنګ چې ۵۷ کسان وژل شوي، ۷۳ نور کسان یې سخت ټپي شوي.

د مقاومت جبهې ویاند زیاته کړې؛ چې دې بریونو کې د مقاومت جبهې ۱۱ چریکانو هم ژوند له لاسه ورکړی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه په رسمي توګه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې څو ځلې ټینګار کړی چې افغانستان کې د دوی په وړاندې فزیکي مقاومت شتون نه لري.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د هوا له ګرمېدو او د پسرلي موسم له رارسېدو سره، د مقاومت جبهې پېژندل شویو څېرو او د طالبانو ځینو مخالفو سیاسونو؛ پر طالبانو له پراخو بریدونو څخه خبر ورکړی.

خو په وروستیو اونیو کې طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې له يوځي مانورونو سره وایي؛ چې هېڅ لوری د دوی په وړاندې د مبارزې توان نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ