مقاومت جبهه: په اندرابونو کې د طالبانو د سختي ماتي سره، ملا یعقوب په ناهیلي بغلان پرېښود

لخوا Aamaj News

د ملي مقاومت جبهې ویاند، صبغت الله احمدي وایي چې طالبانو د انداربونو د قاصان په یخدان دره کې له سختي ماتي سره مخ شوي دي.

نوموړی نن (دوشنبه، چنګاښ ٢٧مه) پخپل ټویټر کې لیکلی چې د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې د دوی د بدري او عمري قطعو ١٧ کسان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې له دې ماتي سره د طالبانو دفاع وزیر، ملا یعقوب چې په بغلان کې د دغو بریدونو مستقیمه مشري په غاړه لرل، په ناهیلۍ بغلان د کابل په موخه پرېښود.

د مقاومت جبهې ویاند زیاته کړې چې په څو وروستیو ورځو کې په پنجشېر او د بغلان په خوستونو کې هم طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د ویلو ده چې له څو ورځو راهیسي طالبانو د بغلان ولایت په اندرابونو او خوست کې پراخ هوایي او مځکني عملیات په لاره اچولي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ