طالبان: پر تاجېکستان او ازبېکستان د راکټي بریدونو عاملین مو ووژل او ونیول: مقاومت جبهه: طالبانو کندز کې صحنه جوړونه کړې

لخوا Aamaj News

د ملي مقاومت جبهې ویاند ضبغت الله احمدي وایي کوم کسان چې طالبانو په کندز ولایت کې نیولي، خپله د دوی اړوند بهرني کسان وو او هغوی یې د خپلمنځي اختلافونو له امله له منځه وړي.

احمدي نن (یکشنبه د چنګاښ ۲۶ مه) د یو لړ ټوېټونو په خپرولو سره ویلي چې طالبانو صحنه جوړونه کړې او هغه کسان چې کندز ولایت کې د دوی لخوا وژل شوي، داعشیان نه؛ بلکې خپله دوی پورې اړوند وو.

نوموړي زیاته کړې: « خپله د دوی (طالبانو) اړوند څو بهرني کسان چې کندز کې یې د طالبانو د ډلې له مسوولینو سره یې شېرخان بندر او نشه یي توکو د قاچاق عوایدو د څرنګوالي پر سره شخړه وه؛ ویې وژل او د داعشیانو نوم یې ورباندې کېښود.»

نوموړي زیاته کړې: «ټول پوهېږي چې طالبان د نړۍ لپاره د تر ټولو لویو ترورېستي او ګواښونکو ډلو کوربه دي.»

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ چې د دوی ځانګړو ځواکونو شنبه شپه د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اړوند قنجغه سیمه کې د داعش یو مرکز له منځه وړی.

مجاهد څرګنده کړې؛ چې د یادو عملیاتو په پایله کې درې داعشیان وژل شوي او پینځه نور یې نیول شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ