په پنجشېر کې ځایي سرچینې آماج ته وایي چې د دغه ولایت د خینج په حصه اول ولسوالۍ کې پر طالبانو د مقاومت کوونکو په ځوابي برید کې، ١٣ طالبان وژل شوي او ٩ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې له پرون راهیسې چورلکي، د طالبانو مځکني ځواکونو ملاتړ کوي او د ملي مقاومت د ځواکونو مواضع بمباروي.
په همدې حال کې، د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي له طالب جنګیالیو د نیوکي تر څنګ، وایي چې دوی د باغونو مېوې خوري او د شکایت په صورت کې، له زوره کار اخلي.
د پنجشېر یو تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي چې سږ کال یې نه دي توانېدلي چې خپل کرنیز محصولات ټول او ویې پلوري.
هغه زیاتوي: «طالبانو پرته له اجازې د خلکو باغونو ته ننوځي او د باغونو مېوې خوري او له ځانه سره یې وړي او که ورته ووایو چې له باغه ووځي زور وایي.»
په پنجشېر کې د طالبانو چاڼیز عملیات د دوهم ځل لپاره (چهار شنبه، چنګاښ ٢٢مه) پیل شوي او اوسمهال د دغه ولایت په غرنیو سیمو کې سختي نښتي جریان لري.