مقاومت جبهه: د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې مو د طالبانو یوه پوسته او دوې سیمې فتحه کړې

لخوا Aamaj News

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ویاند، صبغت الله احمدي وایي چې د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې یې د طالبانو یوه پوسته او دوې سیمې فتحه کړې دي.

احمدي نن (پنجشنبه د چنګاښ ١٦مه) په یو ټوېټ کې لیکلی چې د دې جبهې ځواکونو نن سهار د خوست ولسوالۍ د کوز سوچې او لوړ سوچې پر سیمو خپل بریدونه پیل کړل او طالبانو ته یې له درنې مرګ ژوبله اړولو وروسته، یادې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (چهار شنبه) په بغلان کې ځایي سرچینې آماج ته ویلي وو چې د مقاومت جبهې په خوست ولسوالۍ کې څلور طالبان وژلي دي.

په بغلان کې د مقاومت جبهې یو قومندان، بریالی سنګین وایي چې د دغه ولایت د خوست ولسوالۍ په چرخ فلک سیمه کې د دوی ځواکونو، په یو کمین کې څلور طالبان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ