بغلان کې د مقاومت جبهې له لوري څلور طالب جنګیالي وژل شوي

لخوا Aamaj News

بغلان کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې مقاومت جبهې د یاد ولایت په خوست ولسوالۍ کې څلور طالب جنګیالي وژلي.

بغلان کې د مقاومت جبهې قومندان بریالی سنګین وایي چې ځواکونو یې د یاد ولایت د خوست ولسوالۍ په چرخ او فلک سیمه کې؛ د یو کمین پر مهال څلور طالب جنګیالي وژلي او څلور کسان نور یې ټپیان کړي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مقاومت جبهې ځواکونو ډېری وخت ادعا کړې چې د بغلان په ځینو سیمو کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ