سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي؛ چې بغلان کې د مقاومت جبهې یو قومندان له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی.
د سرچینې په وینا؛ یاد قومندان عینالدین رفیعي نوم درلود او تېره شپه د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی.
دا په داسې حال کې ده؛ چې طالبانو څلور ورځې وړاندې د یاد ولایت اندرابونو په بنوي ولسوالۍ کې له مقاومت حبهې سره د مرستې په تور له څلور ملکي وګړو سرونه پرې کړي.
بل پلو طالبانو تر اوسه د بغلان ولایت له ولسوالیو سلګونه کورنۍ اجباري کډو ته اړ کړې دي.