په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د مقاومت جبهې ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي.
د افغانستان ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي د افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ په چارو کې له ورځپاڼه لیکونکي، خبریال، مقاله لیکونکي او کارپوه ؛ مانیش رای سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ چې د دوی د افغانستان خلکو آزادۍ او سولې لپاره جګړه کړي.
مانیش رای د (ویو اراوند) نشریې مشر هم دی.
صبغت الله احمدي په دې مرکه کې ویلي؛ چې د ملي مقاومت ځواکونه د افغانستان په ډېری سیمو کې شتون لري او هره ورځ د پرمختګ او زیاتېدو په حال کې دي.
احمدي په دې خبرو اترو کې زیاته کړې: (لومړی دا باید ووایم چې موږ د افغانستان خلکو آزادۍ، امنیت او سولې لپاره جګړه او مبارزه کړو. موږ له ټولو آزادي غوښتونکو مبارزینو څخه چې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو په وړاندې جګړه کړې، د افغانستان ښځو او سړیو له لوړو ارزښتونو څخه دفاع او ملاتړ کړو.)
احمدي زیاته کړې؛ چې د یادې جبهې ځواکونه اوس نه یوازې په پنجشېر ولایت او اندارب کې؛ بلکې د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې پراخ شتون لري، په تخار او سمنګان ولایتونو کې د پام وړ شتون لري او د بغلان په خوست ولسوالۍ کې هم ډېر ګټور او عملیاتي فعال دي.
نوموړي څرګنده کړې: (په ټولییز ډول موږ په نورو ولایتونو لکه؛ کابل، بلخ، بدخشان، کاپیسا، سرپل، غور، لغمان، پروان، ننګرهار، بادغیس، بامیان، نورستان، فاریاب، جوزجان، قندوز، هرات، فراه او غزني کې هم د خلکو له ملاتړ سره فعالیت لرو. د مقاومت ملي جبهه د خلو مال او ځان د دفاع لپاره ده، موږ د انسانی کرامت ساتلو، بشرحقونو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو، بیان آزادۍ او ټاکنو لپاره هڅه کړو تر څو د افغانستان خلک وتوانېږي خپله د هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.)
د مقاومت جبهې ویاند زیاته کړې: (زموږ قومندانان او ځواکونه اوسمهال د جګړې په لومړۍ کرښه کې د افغانستان خلکو له وښمنانو سره جګړه او مبارزه کړي او زموږ د سیاسي رهبرۍ برخې هم کله په کوردننه افغانستان او کله هم له هېواد بهر وي او دا یو طبیعي امر دی.)
نوموړي ټينګار کړی؛ چې مقاومت جبهه د طالبانو ټولو ضد جبهو څخه د هېواد په بېلابېلو برخو کې ملاتړ کړي او دا جبهه د افغانستان خلکو په ځان او مال کې شتون لري.
دا په داسې حال کې ده؛ چې دې وروستیو کې د مقاومت جبهې ځواکونو او طالبانو ترمنځ د افغانستان په شمال، پنجشېر او د اندراب درې به شااوخوا کې سختې نښتې شوې دي.
مقاومت جبهې ادعا کړې ده؛ چې طالبانو ته يې سخته مرګ ژوبله اړولې ده، خو طالبانو تل د مقاومت جبهې ادعا رد کړې ده.
6 تبصرې
very satisfying in terms of information thank you very much.
I like the efforts you have put in this regards for all the great content. Watch صفحه اول بی بی سی
For the reason that the admin of this site is working no uncertainty very quickly it will be renowned due to its quality contents.
This was beautiful Admin. Thank you for your reflections.
Hi there to all for the reason that I am genuinely keen of reading this website s post to be updated on a regular basis. It carries pleasant stuff.
… [Trackback]
[…] Here you can find 94998 additional Info to that Topic: aamajnews24.com/ps/nrf-77/ […]