مقاومت جبهه آماج ته د یوې ویډیو په استولو سره ادعا کړي؛ چې کاپیسا کې یې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی.
د یادې جبهې یو لوړ پوړی غړی وايي؛ چې یاد برید تېره شپه د دوی لخوا د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ د صفتالله خېلو په سیمه کې د طالبانو سرې قطعې په یوه پوسته شوی.
د مقاومت جبهې یاد غړي زیاته کړې؛ چې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې سیمهییزې سرچینې هم دا مني چې تېره شپه یوه بجه یې د ډزو غږونه اورېدلي او نږدې نیم ساعت دا ډزې اورېدل کېدې.
د طالبانو سیمهییزو سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې هېواد کې د هوا تودېدو سره؛ د هېواد شمالي ولایتونو کې د طالبانو ضد جبهو بریدونه هم زیات شوي.